چین په تېر ۲۰۲۲م کال کې لا په ډیپلوماتیکو چارو کې مسولانه رویه او کړنې غوره کړې
CMG2023/01/25 15:18:35
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو نوي وزیر چن ګانګ د ۲۰۲۳م کال په درشل کې په امریکا کې د سفیر په توګه د خپلې دندې تر ختمېدو مخکې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې یوه لیکنه خپره کړه چې پکې راغلي، د چین او امریکې ترمنځ په اړیکو کې دې ګټل-بایلل پر بنسټ چارې ترسره نه شي، دواړه خواوې باید د دواړو هېوادونو مشرانو تر لارښوونې لاندې د ګډ ژوند سمې لارې ومومي.

چین په تېر ۲۰۲۲م کال کې له روسیې، امریکې، فرانسې او جرمني په شمول ځینو لویو هېوادونو سره په ډیپلوماتیکو چارو کې خپله مسولانه رویه څرګنده کړې ده.

د چین او روسیې مشرانو د ۲۰۲۳م کال په سر کې د نوي کال په مناسبت یو بل ته  مبارکي وویله او هیله يې وښودله چې د دواړو هېوادونو اړیکې به په نوي کال کې نورې هم پیاوړې شي.

د چین او روسیې مشرانو په تېر ۲۰۲۲م کال کې ډېرې تبادلې کړې دي.

د اولمپيک ۲۴مې ژمنۍ لوبې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۴مه نېټه په بېجینګ کې پرانیستل شوې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون کړی و. پوتین له شي جين پینګ سره د چین او روسیې د اړیکو او د نړۍ د پرمختګ او ثبات په شمول د یو لړ مهمو موضوعاتو په هکله بحثونه وکړل. دواړو مشرانو په نوې زمانه کې د نړیوالو اړیکو او د ګردې نړۍ د دوامدار پرمختګ په اړه د چین او روسیې ګډه اعلامیه خپره کړه.

شي جين پينګ او پوتین ور پسې د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې په سمرقند کې بیا لیدنه وکړه او د همدې کال په پای کې يې سره ويډیويي کتنه هم ترسره کړه. چین او روسیې له یو کال راهیسې یو د بل مرکزي ګټې ساتلې، متقابل سیاسي او ستراتيژيک باور يې ټینګ کړی او عملي همکارۍ يې نورې هم پياوړې کړې دي. شي جين پينګ پر دې ټینګار کړی چې چین غواړي د روسیې په شمول له زورواکۍ سره مخالف ځواکونو سره له یواړخیزم ساتنې، غوښتنې او ځورونې سره کلکه مبارزه وکړي.

له روسیې سره پر اړیکو سربېره، چین له امریکې سره د اړیکو د تنظیم لپاره هم صمیمي رویه ښکاره کړې ده. رئیس شي جين پينګ په بالي ټاپو کې د امریکې له ولسمشر جوبايډن سره په خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې سره کرښه ټاکلې او پر دې يې ټينګار کړی چې دواړه خواوې باید د متقابل درناوي، د سوله ييز ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ له اصولو سره سم خپلمنځي اړیکې سم مدار ته دننه کړي.

د شي جين پينګ او بایډن ترمنځ رغنده تبادلې ستراتيژيک اهمیت لري. بایډن بیا ژمنه کړې چې واشنګټن د یو چین یو تایوان له نظریې څخه ملاتړ نه کوي، بلکې د واحد چین شتون پالیسۍ ته درنای لري. همدارنګه د تایوان په وسیله د چین د مخنیوي نیت نه لري او نه غواړي له چین سره اقتصادي پرېکون وکړي. نوموړي زیاته کړه چې امریکا او چین د دواړو لویو هېوادونو په توګه د خپلمنځي رغنده اړیکو د ساتلو دنده لري.

چین په تېر ۲۰۲۲م کال کې له اروپا سره په اړیکو کې هم ډېرې اغېزمنې کړنې کړې دي. رئیس شي جين پينګ په همدې کال کې له اروپايي مشرانو سره څه باندې ۲۰ ځلې ټلیفوني خبرې یا کتنې کړې. هغه په چین کې د جرمني له لومړي وزیر ولف شولز او د اروپايي شورا له رییس چارلیس میشل سره وکتل. د چین او اروپا ترمنځ سوداګري او پانګونې په دې وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي، یو لړ مهمې پروژې په وار سره بشپړې شوې، تر دې ښکاري چې چین او اروپا ګډ همکاران دي بلکې مقابله کوونکي نه دي. چین او اروپا د ګردې نړۍ په صحنه کې رښتینی څواړخیزم عملي کړی دی، د اقلیمي بدلون او د بیولوژیکي تنوع ساتنې په شمول له یو لړ ننګونو سره ګډه مبارزه کوي او د ګردې نړۍ لپاره ستر اهمیت لري.

اوس نړۍ له پېچلیو ستونزو او ننګونو سره مخ ده. چین د نړۍ او تاریخ پر وړاندې مسولانه رویه غوره کړې او د سوله ييز ګډ ژوند، عمومي ثبات او مساوي پرمختګ پر بنسټ د لویو هېوادونو ترمنځ د اړیکو جوړونه یې پرمخ بېولې ده.