د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د چين سفارتونو پسرلنی اختر ولمانځه
CMG2023/01/25 13:16:22
شريکول:

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د چين سفارتونو په تېرو څو ورځو کې پسرلنی اختر او د کرنيزې جنترۍ نوی (سوی) کال لمانځلي دي.

په ماليزيا کې د چين سفارت په کولالمپور کې د چين د نوي کال لمانځغونډه او مېلمستيا تر سره کړې، چې د دې هېواد د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو پکې برخه اخيستې وه او په خوشحالې فضا کې يې پسرلنی اختر لمانځلی دی.

په فرانسې کې د چين سفارت د جنورۍ په ۲۳مې نېټې د يونيسکو په مقر کې د پسرلني اختر او د چين او فرانسې د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۹مې کالیزې په پار د خواړو ميله ترسره کړې او ګډونوالو یې د دواړو هېوادونو له خوندورو خواړو خوندونه اخيستي دي.

د مرکزي افريقا جمهوريت حکومت په  ولسمشرۍ ماڼۍ کې په لومړي ځل د چين د پسرلني اختر په مناسبت غونډه ترسره کړې او ولسمشر فاوستین ارچنج توادرا هيله ښودلې، چې په نوي کال کې د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اړيکې نوی پرمختګ ومومي.