د فليپين د سيلانۍ وزيرې کريسټينا ګارسيا فراسکو او په دغه هېواد کې د چين سفير هوانګ شي ليان د جنورۍ په ۲۴مې نېټې د پلازمېنې مانيلا نړيوال هوايي ډګر کې د چيني سيلانيانو د هرکلي مراسم ترسره کړي دي.
دا د چين د پسرلني اختر د پېل په درشل کې د چين لومړۍ جوپه سیلانيان وو، چې فيليپین ته تللي دي.
کريسټينا ګارسيا په هوايي ډګر کې چيني سيلانيانو ته ښه راغلاست ویلی او فيليفين ته د دوی تګ يې د نيکمرغه نوي کال د پېل نښه او له چين څخه د فليپين ولسمشر فيرديناند روموالديز مارکووس د ليدنې مثبته پايله بللې ده او ويلي يې دي، چې فليپين د چيني دوستانو هرکلی کوي.
د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د جنورۍ په شلمې نېټې بهر ته د چيني اتباعو د ډله ييزو سفرونو په اړه يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې سيلانيزو شرکتونو ته د بهرنيو سفرونو د تنظيم اجازه ورکړل شوې او د شلو سيلانيزو هېوادونو په لېست کې يې د فليپين، اندونيزيا، کمبوډيا او ماليزيا په ګډون د اسيان غړي هېوادونه او ځيني نور هېوادونه شامل دي.