شي جين پينګ د لاتيني امريکا او کارابين سیمې د هېوادونو ګډې ټولنې ۷مې سرمشريزې ته ويډيويي وينا وکړه
CMG2023/01/25 11:02:17
شريکول:

د لاتيني امريکا او کارابين سیمې د هېوادونو ګډې ټولنې اوومه سرمشريزه د جنورۍ په ۲۴مې نېټې د ارجنټاين په پلازمينې بوينس ايرس کې تر سره شوه.

د لاتيني امريکا او کارابين سیمې د هېوادونو ګډې ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد ارجنټاين ولسمشر فرناندز د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته هم بلنه ورکړې وه، چې په يادې سرمشريزې کې ګډون وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې سرمشريزې ته ويډيويي وينا کړې ده.

نوموړي په خپلې وينا کې ويلي، چې د لاتيني امريکا او کارابين سیمې د هېوادونو ګډه ټولنه په نړۍ کې د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو د پرمخبيولو لپاره مهم ځواک ګرځېدلی او د سيمه ييزې سولې د ساتلو، ګډ پرمختګ او د دې سيمې د يو ځای کېدو بهیر د پرمخبېولو لپاره يې مهم رول لوبولی دی.

رئيس شي جين پینګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې چين د لاتيني امريکا او کارابين سيمې د يو ځای کېدو له بهير څخه ملاتړ کوي او له يادې ټولنې سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د پرمختيايي هېوادونو د يووالي د ټينګښت او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پرمخبيولو لپاره ياده ټولنه مهمه همکاره بولي.

د نوموړي په وينا، چین غواړي د نړيوالې سولې او پرمختګ، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د ښې ايندې د برابرولو لپاره د لاتيني امریکا او کارابين سيمې له هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي.