د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ساينس او ټېکنالوژۍ ادارې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې په دغې سيمې کې د لوړ او نوي تخنيک لرونکو تصدیو شمېر د ۲۰۲۱م کال له ۹۵۴ څخهاوسنی ۱۳۶۸ ته لوړ شوی دی، چې کابو ۴۳،۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
شينجيانګ د تېر کال په اپرېل کې د علمي او تخنيکي نوښتي چارو په اړه یو کنفرانس ترسره کړ او په دغې سیمې کې د لوړ او نوي تخنيک لرونکو تصديو شمېر د زياتولو پلان يې پکې وړاندی کړي دي.