د يوې سروې ۸۸.۱ سلنه ګډونوالو د کرونا وبا ضد د چين د مبارزې او برياليتوب ستاينه کړې
CMG2023/01/26 13:58:38
شريکول:

د چین میډيا ګروپ سي جي ټي اېن او د چين د خلکو پوهنتون د ملي ادارې او عامه افکارو څېړنيز انسټيټيوټ په ګډه يوه نړيواله سروې ترسره کړې، چې له مخې يې،‌ ۸۸.۱ سلنه ګډونوالو په تېرو درېيو کالونو کې د کرونا وبا ضد د چين د برياوو ستاينه کړې او د سروې ۷۱.۶ سلنه ګډونوالو بیا د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول د تدبيرونو په برخه کې د چين د تعديلاتو او تغيراتو ستاينه کړې ده.

ياده سروې‌ د امريکا، بريتانيې، فرانسې، جرمني او ايټاليې په شمول د نړۍ په ۲۱ هېوادونو کې تر سره شوې ده.

چين د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړی او پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو د مړينې اندازه يې کنټرول کړې ده.

 د يادې سروې ۸۸.۱ سلنه ګډونوالو د کرونا وبا ضد د چين مبارزه او برياليتوب ستايلي او حتی په افريقا او لاتيني امریکاکې هم د سروې ۹۳.۴ سلنه ګډونوالو د چين د کرونا وبا ضد تګلاره ستايلې ده.

ځينو هېوادونو په دې وروستيو کې پر چيني مسافرو بنديزونه لګولي دي.

د سروې۷۰.۷ سلنه ګډونوالو ياد بندیزونه نامناسب بللي او پر دې اند دي، چې ځيني هېوادونه کرونا وبا ته سياسي رنګ ورکوي او د سروې ۶۷.۹ سلنه ګډونوال بیا پر دې اند دي، چې ځيني هېواونه باید تبعیضي چلند پای ته ورسوي.