د یو شمېر هېوادونو مشرانو چينايانو ته د پسرلني اختر مبارکي وویله
CMG2023/01/26 11:49:36
شريکول:

 د پاکستان ولسمشر عارف علوي په يوې مرکې کې چيني ملت ته د چين د پسرلني اختر په پار مبارکي ويلې او هيله يې ښودلې، چې د پاکستان او چين د خلکو تر منځ راشه درشه او همکارۍ زياتې شي.

د سریلانکا ولسمشر رانیل ویکرماسینغه په يوه ویډيويي پيغام کې چين ته د پسرلني اختر مبارکي ويلې او چينايانو ته يې د سوکالۍ او نيکمرغۍ هيلې وړاندې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې چين د سريلانکا د باور وړ دوست دی او کله یې چې هېواد له اقتصادي بحران سره مخ و، چين ورسره د ستونزو په هواري کې ډېره مرسته کړې ده.

د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رامافوسا، د زيمبابوې ولسمشر منانګګوا او د سربيا صدراعظم برنابيک په ګډون د ګڼو هېوادونو سیاستوالو په بېلا بېلو لارو چینایانو ته د پسرلني اختر مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.