د ملکرو ملتونو راپور: په ۲۰۲۳م کال کې به د نړیوال اقتصاد زیاتوالی ورو شي
CMG2023/01/26 12:09:16
شريکول:

ملکرو ملتونو د جنورۍ په ۲۵مې نېټې په ۲۰۲۳م کال کې د نړیوال اقتصاد د وضعیت او تمایل په اړه راپور خپور کړی، چې له مخې يې په روان کال کې به د نړیوال اقتصاد زیاتوالی د ۲۰۲۲م کال له ۳ سلنې څخه ۱.۹ سلنې ته ښکته شي.

راپور وايي، چې نړيوال اقتصاد په تېر ۲۰۲۲م کال کې د کرونا وبا، اوکراین کړکیچ، لوړ انفلاسیون او اقلیمي بدلون تر منفي اغېزو لاندې و او ډېر سخت زيانمن شوی دی او سږ کال به نور هم کمزوری شي.

راپور وايي، چې د امریکې، اروپايي ټولنې او نورو پرمختللو اقتصادونو د پرمختګ تمایل کمزوری شوی او پر نړیوال اقتصاد يې ډېرې منفي اغېزې کړې دي.

په راپور کې وړاندوينه شوې، چې په روان ۲۰۲۳م کال کې به د چین اقتصادي پرمختګ ۴.۸ سلنې ته پورته شي.

(هیله)