په ۲۰۲۲م کال کې د چيني مشر په رهبرۍ سره ډيپلوماتيکو چارو نوی پرمختګ موندلی
CMG2023/01/26 15:08:02
شريکول:

 په ۲۰۲۲م کال کې د چين د ډيپلوماسۍ په زړه پورې شېبو او لاسته راوړنو ته په کتو سره د چين مشرتابه ډيپلوماسي د پاملرنې وړ وه. د همدې کال په فبرورۍ کې د چین د دولت ریيس شي جين پینګ نه يوازې په بېجينګ کې د اولمپيک د ژمنيو سپورټي لوبو کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د راغلو دوستانو هرکلی وکړ بلکې د دې کال په پای کې يې له منځني ختيځ څخه ليدنه وکړه او په سفر کې يې د چين دريځ بيان کړ. د پېچلي نړيوال حالت پر وړاندې د چين ډيپلوماتيکو چارو د خپل رهبر تر مشرۍ لاندې پرمختګ موندلی دی.

د چين د دولت ریيس شي جين پینګ  د ۲۰۲۳ کال په پیلېدو سره په تېر يو کال کې د خپل هېواد او نړۍ ترمنځ د اړيکو د يادونې په ترڅ کې ويلي چې اوسنی چين له نړۍ سره نژدې اړيکې لري او تېر کال مو په بېجينګ کې چين ته د ډېرو دوستانو د راتګ هرکلی وکړ او هم مو له نورو هېوادونو څخه د ليدنو په ترڅ کې د چين دريځ بیان کړ.

د تېر کال په فبرورۍ کې د بېجينګ د اولمپيک ژمني سپورټي لوبې او ژمني پارالمپيک لوبې تر سره شوې چې دا نه یوازې يوه نړيواله سپورټي مېله ده بلکې د چين لپاره يوه مهمه ډيپلوماتيکه لاس ته راوړنه هم وه. د ۳۱ هېوادونو دولتي او حکومتي مشران، د شاهي کورنيو مهم غړي او د نړيوالو سازمانونو مسوولين په يادو لوبو کې د ګډون لپاره چين ته راغلي وو او د کرونا وبا تر منفي اغېزو لاندې زيانمن شويو نړيوالو ته يې باور او اميد ورکړی دی.

تېر کال زموږ نړۍ له ګډوډۍ او بې ثباتۍ څخه ډکه وه. د کرونا وبا لاهم روانه وه، جيوپوليتيک وضعیت ترينګلی شوی او د انرژۍ او غلودانو بحرانونه رامنځته شوي دي، نو د انسانانو سوله او پرمختګ له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د تېر نومبر په ۱۶مه نېټه يانې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو سپورټي لوبو د پرانيستلو له نهو مياشتو وروسته ریيس شي جين پينګ د م. م له سرمنشي انتونيو ګوتريش سره د بيا کتنې په ترڅ کې د نړيوال بدلون د يادونې په ترڅ کې وويل چې د روان کال (۲۰۲۲ م کال )په فبرورۍ کې مو تر کتنې وروسته تر اوسه پورې ځيني وخت تېر شوی ، خو وخت يې دومره  اوږد  نه دی او په همدغه لنډه موده کې زموږ په نړۍ کې ځينې ستر بدلونونه راغلي دي.

ریيس شي جين پینګ د نړيوال پرمختګ تر وړانديز وروسته د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د بو[S1]  او د اسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې د نړيوال امنيت وړانديز وکړ او د نړيوالو اختلافونو د لرې کولو او د نړۍ د دايمي امنيت د ساتلو لپاره يې چيني لايحه وړاندې کړه. هغه وويل چې امنيت د پرمختګ بنسټ دی او انسانان د امنيت ساتلو په برخه کې نه جلا کېدونکې ګډه ټولنه هم ده. له حقایقو څخه بيا ښکاري چې د سړې جګړې افکار يوازې د نړيوالې سولې چوکاټ ته زيانونه رسوي، د بادارۍ او برترۍ هڅه او د زورواکۍ سياست يوازې د نړيوالې سولې له خطر سره مخ کول دي او ډله ييز مقاومت  به په ۲۱مه پېړۍ کې امنيتي ننګونې لاپسې زياتې کړي.

د همدې کال په جون کې د چين د دولت ریيس شي جين پینګ د بريکس هېوادونو د سرمشريزې په موده کې د نړيوال پرمختګ د لوړې کچې  لومړي ډيالوګ مشري وکړه او پکې يې د نړيوال پرمختګ د وړانديز د پلي کولو لپاره د ۳۲ مهمو تدبيرونو اعلان وکړ. هغه وویل چې يوازې د بېلابېلو هېوادونو خلک نېکمرغه او سوکاله اوسي، د هېوادونو سمسورتيا به دايمي وي او امنیت او بشري حقونه به يې تضمين شي. موږ دې پرمختګ د نړيوالې اجنډا په مرکز کې وساتو او د م،م د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا دې پلي  کړو  او هغه سياسي ګډو نظريو ته دې  ورسېږو چې هر هېواد پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او په دې برخه کې يو له بل سره همکارۍ کوي.

د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې ریيس شي جين پینګ د شانګهای همکارۍ سازمان د سمرقند په سرمشريزه کې ګډون کړی و او له قزاقستان او ازبکستان څخه يې رسمي ليدنې وکړې. د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې دا د ریيس شي جين پینګ لومړی سفر و، خو هغه د ورېښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې د منځنۍ اسيا دغه دوه مهم هېوادونه انتخاب کړي و.

ریيس شي جين پینګ د همدې کال د دسمبر له اوومې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د چين او عربي هېوادونو په لومړۍ سرمشريزه او د چين او د خليج پر غاړه د عربي هېوادونو د همکاريزې کمېټې په لومړۍ سرمشريزه کې ګډون کړی و او له سعودي عربستان څخه يې رسمي ليدنه وکړه. دا د نوي چين له جوړېدو راهيسې په عربي نړۍ کې د چين د يو مهم ډيپلومات او مشر سفر دی چې پيمانه او کچه يې ډېره لوړه وه.

د ۲۰۲۳م کال ته په کتو سره نړيوال دې ته په تمه دي چې د چین مشرتابه ډيپلوماسي به نوی پرمختګ ومومي .