د لاتیني امریکې او کارابین سیمې د هېوادونو ۷مه سرمشریزه د ارجنټاین په پلازمیې بینوس ایریس کې ترسره شوه.
د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزیر سانتیګو کافیرو له چین میډیا ګروپ سره په مرکې کې د چين له دولت رئیس شي جین پينګ څخه مننه کړې، چې يادې سرمشریزې ته يې ویډيويي وينا کړې ده.
نوموړي په دغې سرمشريزې کې د دوهمې سیمې د پرمختګ په اړه د بحث او د څواړخیزې اجنډا او څواړخیز پرمختګ د هڅولو لپاره د چين ګډون ډېر مهم بللی دی او زياته کړې يې ده، چې چین د لاتیني امریکې او کارابین سیمې د زیاترو هېوادونو او سیمو مهم سوداګريز همکار دی او هېواد يې غواړي، له چین سره د اقتصاد او سوداګرۍ د اړیکو د ټينګښت په عین وخت کې د خلکو تګ راتګ هم ورسره زيات کړي.
(هیله)