د منځنۍ او لوېديځې اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاريو سازمان پر خپلمنځي ژورو همکاريو موافقه کړې
CMG2023/01/26 12:21:58
شريکول:

د منځنۍ او لوېديځې اسیا د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو سازمان سرمنشي هوسراف نوزیري د جنورۍ په ۲۴مې نېټې خبري رسنيو ته ویلي، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو موافقه کړې، د انرژۍ او ترافیک په شمول ځینو برخو کې خپلمنځي همکارۍ وهڅوي.

د یاد سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په همدې ورځ د ازبکستان په پلازمنیې تاشکند کې یوه ناسته ترسره کړې او تاشکند اعلاميه يې خپره کړې ده.

نوزيري رسنيو ته ويلي، چې د غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې، چې خپلمنځي سیمه ييزې همکارۍ به نورې هم ژورې کړي او د انرژۍ امنیت به خوندي وساتي او په عین وخت کې به د ترافیک، ایکولوژيکي چاپېریال، د غلودانو خوندیتوب د ساتنې او د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې په شمول ځينو برخو کې خپلمنځي همکارۍ هم پياوړې کړي.

 (هیله)