ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د ګډون درې اړخیز ډیالوګ ځنډولی دی. ترکي رسنيو د جنورۍ په ۲۴مې نېټې د باوري سرچېنو په قول خبر ورکړی، چې د ترکیې حکومت په همدې ورځ د ياد ډيالوګ میکانیزم د لغوه کېدو اعلان کړی دی.
ترکیې، سویډن او فنلنډ مخکې د درې اړخیز میکانیزم دوه غونډې ترسره کړې وې او په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د ګډون په هکله يې بحثونه کړي وو، خو سویډن په دې وروستیو کې د ښي اړخو شخصیتونو او د ترکیې لخوا د پېژندل شوي ترهګریز سازمان ملاتړ کوونکو ته د لاريونونو او غونډو اجازې ورکړې ده او ترکيې په دې اړه سویډن ته څو ځلې احتجاج کړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان د جنورۍ په ۲۳مې نېټې وویل، چې هېواد به یې په ناټو کې د سويډن د ګډون ملاتړ ونه کړي.
(هیله)