د اوکراین دفاع وزارت: په روان ۲۰۲۳م کال کې به په بریتانیې کې ۲۰ زره اوکرايني سرتېري وروزل شي
CMG2023/01/26 11:48:39
شريکول:

د اوکراين دفاع وزارت د جنورۍ په ٢٥مې نېټې په يوې اعلاميې کې تمه ښودلې، چې بریتانیا، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، لیتوانیا، هالنډ، نیوزیلنډ، ناروې او سویډن به په روان ٢٠٢٣م کال کې د انټرفلیکس(INTERFLEX) پروګرام له لارې شاوخوا ٢٠ زره اوکرايني سرتيرو ته روزنه ورکړي.

اعلاميه وايي، چې ياد هېوادونه به د بریتانیې په شمال لوېدیځ، جنوب لوېدیځ او جنوب ختیځ روزنیزو مرکزونو کې ۲۰ زرو اوکرايني سرتيرو ته روزنه ورکړي. 

اعلاميه زياتوي، چې په بريتانيې کې د اوکرايني سرتيرو د روزنې هر کورس به شاوخوا ۵ اوونۍ دوام وکړي او دا روزنه به هغو سرتېريو ته وړتیا ورکړي، چې لږه او يا هم هېڅ پوځي تجربه نه لري.