چین: سوریایانو ته له سرحد څخه د بشردوستۍ مرستو د لېږد مودې د غځېدو پرېکړه دې پلې شي
CMG2023/01/26 11:57:03
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جنورۍ په ۲۵مې نېټې د سوریې د سیاست او بشردوستۍ مسئلو په پار غونډه ترسره کړې ده.

 په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي دای بین هم په يادې غونډې کې ويلي ، چې امنیت شورا د روانې میاشتې په لومړیو کې سوریایانو ته له سرحد څخه د بشردوستۍ مرستو د لېږد مودې د غځېدو ۲۶۷۲مه پرېکړه تصویب کړې ده. نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې د دې پرېکړې د تطبیق لپاره جدي کوښښونه وکړي.

دای بین زياته کړې، چې په سوریه کې لا هم د ترهګرۍ ضد د مبارزې اوضاع ترینګلې ده او نړیواله ټولنه باید د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د پرېکړې له مخې واحد معیار غوره کړي او په سوریه کې باید ټولې ترهګريزې ډلې وځپي.

نوموړي ويلي، چې د نړۍ ټول هېوادونه باید د سوریې حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته درناوی ولري او په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو ناقانونه میشتېدل او نظامي عملیات يې باید پای ته ورسيږي.

 (هیله)