فلسطين: له اسرائيل سره امنیتي همغږي بندوي
CMG2023/01/27 11:12:00
شريکول:

د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند نبیل ابو ردينه د جنورۍ په ۲۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې اعلان کړی، چې هېواد يې  له اسرائيل سره د ۹ فلسطینيانو د وژلو په غبرګون کې امنيتي همغږي او همکارۍ پای ته رسوي.

 اعلاميه وايي، چې اسرائيل د فلسطينيانو پر حقونو پر له پسې تيري کوي او څو څو ځلې يې دوه اړخيز تړون تخریب کړی دی او دغو ناوړو کړنو يې فلسطین اړ کړی، چې امنيتي همکارۍ ورسره بندې کړي.

اعلاميه زياتوي، چې د فلسطين مشران به د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره تماس ونيسي او ترې وبه غواړي، چې اسرائيل د فلسطينيانو پر ضد له يو اړخيزو اقداماتو راوګرځوي.