د اوکراين صدر اعظم دانیس شميګر د جنورۍ په ۲۶مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې روسي ځواکونو په همدې ورځ د اوکراين د برېښنا پر تاسیساتو د ډرون بريدونه کړي او ۵۵ توغندي يې پرې ويشتلي دي.
نوموړي ويلي، چې د روسي ځواکونو د ډرون توغندي د اوکراين د برېښنا پر تاسيساتو لګېدلي، خو د هېواد برېښنايي سيسټم يې لا هم تر کنټرول لاندې دی.
د کيف ښاروال کليچک په همدې ورځ اعلان کړی، چې د روسي ځواکونو د يادو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱ کس وژل شوی او ۲ تنه نور ټپيان دي.
د روسيې کورنيو چارو وزير کلوکليڅېف د روانې مياشتې په ۲۵مې نېټې يو فعاليت ته ويلي، چې روسي ځواکونه به اوکراين ته د لوېديځو هېوادونو لخوا برابر شوي ليوپارډ ـ۲(Leopard 2) ټانکونه په نښه او ټول به ويجاړ کړي.
د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر ديميتري پيسکوف ويلي، چې اوکراين ته د لوېديځو هېوادونو له لوري د ټانکونو په شمول د مختلفو وسلو برابرول د روسيې او اوکراين په جګړه کې د دغو هېوادونو د مستقيمې ښکېلتیا نښه ورکوي.