د اروپايي ټولنې د عدليې او کورنيو چارو وزيرانو غير رسمي غونډه د جنورۍ په ۲۶مې نېټې د سويډن په پلازمېنې استکهلم کې پرانيستل شوه.
د غونډې برخه والو د اروپايي ټولنې پر وړاندې د کډوالو حالت بيخي سخت او خړپړ بللی او ويلي يې دي، چې د دې ټولنې غړي هيوادونه باید پر پولو جدي اداره او کنټرول زيات کړي او غير قانوني کډوال باید بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ولېږوي.
د اروپايي ټولنې نوبتي رئیسه هېواد سويډن په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، ټول برخه وال وزيران په دې اند دي، چې د اروپايي ټولنې غړي هېواونه باید د کډوالو له اصلي تابعيت لرونکو هېوادونو سره اغېزمنې همکارۍ وکړي، له دغو هېوادونو سره باید د کډوالو چارو پوره همکاريزې اړيکې ټينګې او اړوند اغېزمن تړونونه ورسره لاسليک کړي، څو د اروپايي ټولنې غړو هيوادونو ته د غير قانوني کډوالو د تګ مخه ونيول شي .
(سپوږمۍ)