اسرائيلي ځواکونو ۹ فلسطينيان وژلي
CMG2023/01/27 15:34:55
شريکول:

د اسرائیل ځواکونو د جنورۍ په ۲۶مې نېټې د اردن سيند د لويديځې غاړې په جنين ښار کې له فلسطينيانو سره شخړه کړې او په ترڅ کې يې ۹ کسان وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د جنين د کډوالو په کمپ کې له فلسطينيانو سره شخړه کړې او سختې ډزې يې پرې کړې دي.

د فلسطين روغتيا وزارت په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اسرائيلي ځواکونو په ډزو ۹ فلسطينيان وژل شوي  او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

په اعلاميې کې د څو کسانو حالت نازک ښودل شوی او ښايي د مړو په شمېر کې يې زياتوالی راشي.

 

(سپوږمۍ)