په رسنیز ډګر کې د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري نندارې نوی ريکارډ جوړ کړی
CMG2023/01/27 14:46:53
شريکول:

 

د چين د ۲۰۲۳م کال پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره په کور دننه او بهر په رسنیزو ډګرونو کې  ۱۶ ميليارډه او ۲۱۶ ميليونه ځلې کتل شوې او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

د مالوماتو له مخې، د نړۍ د ۱۷۳ هېوادونو او سيمو تر زرو زياتو رسنيو دغه هنري ننداره په ژوندۍ بڼه خپرهکړې او په اړه يې راپورونه جوړ کړي دي.

د روانې جنورۍ تر ۲۶مې نېټې پورې، د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري نندارې ۱۷۶۷ويډيوګانې د نړۍ ۶۹ هيوادونو او سیمو د ۳۷۱ ټلويزيونو پر پردو ننداره شوې دي. 

د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري نندارې په تړاو د خپرو شويو ويډيوګانو اوږدوالی او هم د هغو بهرنيو رسنيو شمېر، چې ياده هنري ننداره يې خپره کړې، د تېر ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د ورته شمېرو په پرتله زيات و.