د نايجريا پوليسو د جنورۍ په ۲۶مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د نساوالا ايالت په يو کلي کې د روانې مياشتې د ۲۴مې نېټې په شپه چاودنه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۲۷تنه مالداران وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
د دغه ايالت د پوليسو وياند رسنيو ته ويلي، چې تر اوسه يې د پېښې په سیمې کې ۲۷ مړي پيدا کړي او ټول ټپيان يې نژدې روغتون ته لېږدولي دي او د نوموړي په وينا، د هېواد څارګرې ادارې يې د پېښې په اړه پلټنه کوي.
هېچا تر دې دمه د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
(سپوږمۍ)