ملګرو ملتونو د جنورۍ په ۲۵مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د نړيوال اقتصادي حالت او لرليد راپور خپور کړی، چې له مخې يې د ۲۰۲۳م کال نړيوال اقتصادي زياتوالی به د ۲۰۲۲م کال له شاوخوا ۳ سلنې نه يو اعشاريه ۹ سلنې ته ټيټ شي.
ياد راپور اټکل کړی، چې د چين اقتصاد ښايي په ۲۰۲۳م کال کې د سيمې اقتصادي پرمختګ په خوځښت راولي.
راپور وايي، د چين اقتصادي پرمختګ د ختيځې اسيا د زياتو هېوادونو لپاره ستر اهميت لري او اقتصادي پرمختګ يې د سيمې پرمختګ ته ملاتړ برابرولی شي.
(سپوږمۍ)