چین د ډيپلوتیکو چارو په رڼا کې د خلکو هر اړخيز خوندیتوب کړی
CMG2023/01/27 15:44:32
شريکول:

د روان ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په اتمه د چيني ولس او بهرنیانو د تګ راتګ په تړاو لنډمهالي تدبیرونه پلي شوي دي. دغه چاره عامه افکارو د وګړو د خونديتوب او د ګټو ساتلو لپاره د چین نوی ډيپلوماتیک عمل بللی.

په تېر کال کې د کرونا وبا د منفي اغېزو او پېچلي نړیوال وضعیت پر وړاندې، د چین ډيپلوماتیکو چارو تل د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړی.

په ۲۰۲۲م کال کې د Home Coming په نوم د یوه فلم له خپرولو څخه پراخ هرکلی وشو. دغه فلم یوه داسې کیسه بيان کړې چې د چین ډيپلوماتانو له کړکېچ شوي هېواد څخه د اوږد مزل او ډېرو ستونزو په تېرېدو سره خپل اتباع بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ماو جاو شو د دغه فلم د هرکلي په اړه وویل، له دغې کیسې څخه ښکاري چې د چین ډيپلوماتیکې چارې د وګړو امنیت ساتنې ته په کتو ترسره کېږي. د چین ډيپلوماتیکې چارې د خلکو ډيپلوماتیک اقدامات دي، چین په نورو هېوادونو او سیمو کې د خپلو وګړو او تصدیو د حقه حقونو د ساتلو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي او کوي يې.

په حقیقت کې دغه شان کیسه يو رښتينی انځور وړاندې کوي. د ۲۰۲۲م کال په لومړیو کې د اوکراين د کړکېچ په پيلېدو سره، د چين د کمونيست گوند  مرکزي کمېټېعمومي منشي شي جين پينګ په اوکراین کې د ټولو چیني اتباعو خوندیتوب ساتنې ته جدي پاملرنه وکړه او څو ځلې يې ورته لارښوونې وکړې. د چین د بهرنیو چارو وزارت د همدې کال د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د روسیې او اوکراین کړکېچ د لنډ ځنډ په موده کې سمدلاسه له اوکراین څخه د چیني اتباعو د ایستلو بهير پيل کړ.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیې فنګ د دغه بهیر د یادولو په وخت کې وویل، هغه وخت د اوکراین ګڼ شمېر وګړي هم لوېديځو هېوادونو ته په ایستلو بوخت وو او په دغه هېواد کې روان وضعيت ډېر ګډوډ شوی و. په اوکراین کې د چین سفارت تر وسې پورې کوښښونه کړي او د اتباعو د لېږد لپاره يې لسګونه بسونه کرایه کړي و. په عین وخت کې ډيپلوماتانو په اوکراین کې مېشت چینایان او چیني تصدیو کارکوونکو ته لارښوونې کړې چې د خپلو نقليه وسايطو په مټ سره اړوند خدمات وکړي. د سفارت ډيپلوماتانو په بشپړ بهیر کې نور چيني اتباع له ځان سره ملګري کړل او د هغوی د ژوند د ساتلو لپاره یې لارې هوارې کړې.

دا د چین د ډيپلوماتیکو چارو په تاریخ کې له نورو هېوادونو څخه د پېچلي چاپېریال او خطرناک وضعیت سره سره د اتباعو د ایستلو یو لوی اقدام و.

ځوان دونګ هاو چې مخکې يې اوکراین کې د محصل په توګه زده کړه او ور پسې د شانګ دونګ ولایت جي نان ښار ته ستون شوی، له اوکراین څخه د ایستلو بهیر په یادولو سره يې وویل، هغه وخت زموږ ډيپلوماتانو له موږ سره ټينگه ملګرتيا کړې ده، ما ته يې دا احساس راکړی چې هېواد او سفارت له موږ سره یو ځای وي. کله چې د فبرورۍ په ۲۴مې نېټې مو د ټوپک لومړۍ ډزه واورېده، موږ ډېر ووېرېدلو او بیا وروسته سفارت د مارچ په ۷مه نېټه موږ ته د ایستلو خبرداری راکړ، زړونه مو له شوق ذوق او ویاړ څخه ډک وو.

د بېلا بېلو خواوو په ګډو کوښښونو سره څه باندې ۵۲۰۰ چينايان په امن او هوساينه د اوکراین ګاونډيو هېوادونو ته ایستل شوي او هېڅ مړینه او ډله ييزه مرگ ژوبله نه ده پېښه شوې. له اوکراین څخه د اتباعو د ایستلو دغه بریالۍ پېښې بې شمېره چینایانو ته دا احساسات ورکړي چې پروا نشته چېرې یاست، هېواد او سفارت تل له دوی سره یو ځای او ملاتړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین وویل، د چین ډيپلوماتیکې چارې د خلکو ډيپلوماتیکې چارې دي. موږ به په نوي کال کې د خلکو حقه حقونو او ګټو د ساتلو په برخه کې ډييلوماتیکې چارې لا په غوره بڼه ترسره کړو. زموږ هېواد د هر تبعه د خوندیتوب د ساتلو کلک ملاتړی او ضامن دی.