چين: نړيواله ټولنه باید د سولې د ابادۍ لپاره پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي
CMG2023/01/27 10:58:31
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جنورۍ په ۲۶مې نېټې د امنيت شورا د سولې ابادۍ په يوې علنۍ غونډې کې وينا کړې او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينګار کړی، چې نړيواله ټولنه باید د سولې د ابادۍ لپاره پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي. 

جانګ جون ويلي، چې د سولې ابادي د تلپاتې سولې د تر سره کېدو لپاره مهمه چاره ده، چې په اوسني حالت کې خورا ستر اهميت لري او د زياتو هېوادونو لپاره بیا پرمختګ د مختلفو ننګونو او ستونزو د حل اساسي لار ده.

نوموړي زياته کړې، چې مونږ بايد د سولې د ابادۍ لپاره زياتره سرچينې د بېوزلۍ په له منځه وړلو، د خلکو ژوند په تامين، ښوونيزو او روغتيايي چارو کې وکاروو او د صنعتي چارو، کرنيزو چارو او بنسټيزو تاسيساتو له عصري کېدو څخه باید ملاتړ وکړو.

جانګ جون په خپلې وينا کې پر پرمختللو هېوادونو هم غږ کړی، چې د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې په برخه کې له پرمختيايي هېوادونو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي او نړيوال پولي سازمانونه هم بايد په اړوندو نړيوالو هممکاريو کې پوره ونډه واخلي.

(سپوږمۍ)