چين: نړيواله ټولنه دې د بنديزونو د لغوه کولو په اړه د سوډان غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي
CMG2023/01/27 09:49:30
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي مستشار ليانګ هنګ جو د جنورۍ په ۲۵مې نېټې د سوډان مسئلې په اړه د امنيت شورا يوې غونډې ته وينا کړې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د امنيت شورا د بنديزونو د لغوه کولو په اړه د سوډان غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

مستشار ليانګ هه جو ويلي، چې د سوډان په دارفور سيمه کې د قانوني ادارې بيا رغول او عدالت د نړيوالې ټولنې ګډه ارزو ده او هېواد يې د سوډان حکومت د هڅو ستاينه کوي، چې د عدالت په پلي کولو تلپاتې سوله ټينګه کړي.

نوموړي زياته کړې، چې نړيواله ټولنه بايد سياسي خنډونه ليرې کړي او له سوډان سره دې واقعي مرستې وکړي.

( سپوږمې)