د ۲۰۲۳م کال په پيل کې د چين د ګوانګ دونګ او های نان په شمول ۲۸ ولايتونو، کورواکو سيمو او د مستقيمې ادارې ښارونو د روان کال د جي ډي پي د پرمختګ هدف ټاکلی، چې منځنۍ اندازه به یې شپږ سلنه وي. پوښتنه دا ده، چې ولې د چين بېلا بېل ځايونه او خلک د ۲۰۲۳م کال د اقتصاد د بيا سمسورتيا او چټک پرمختګ لپاره ټينګ هوډ لري؟
په چين کې د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر مياشت کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلارې تنظيمې شوې. د کرونا وبا له لنډ مهالې اغېزې وروسته د چين پسرلنی اختر رارسېدلی دی، په بېلا بېلو ځايونو کې دغه اختر په ډېر شوق او ذوق لمانځل کیږي او د خلکو ژوند عادي شوی دی ، په ځانګړې توګه د سیلانیزو چارو قوي احيا کېدو د رسټورانټونو، هوټلونو، د توکو پلورلو، ترافيکي چارو او فرهنګ په شمول د مصرفوونکو بازار فعال کړی دی.
په ژمي کې د چين له شمال څخه زيات سيلانيان د جنوب ګرمو ښارونو ته سفر کوي. په جنورۍ مياشت کې په های نان او يون نان ولايتونو او ځينو ځايونو کې د سیلانیانو څاپې راغلې دي. د يون نان ولايت د مانګ شی په ښار کې د کباب رسټورانټ خاوند وایي، چې د کباب لپاره کافي لرګي نه لري او د یوې میاشتې لپاره چمتو شوي اصلي خوراکي مواد یې په څو ورځو کې خلاص کړي دي. د خوراکي توکو لېږدوونکي وايي، چې يوه رسټورانټ په يوه غرمه کې څه باندې ۹۰۰۰ د غوښتونکو ليستونه تر لاسه کړي، ټول کسان د مصرفولو په وخت کې خندا کوي او په دې ښه بازار کې ګټې کوي.
ګڼ شمېر نور سيلانيان په ژمي کې د چين د واورو او کنګل منظرو د سيل لپاره شمال ته سفر کوي. د بېجينګ په شاو خوا د چين هوانګ داو ښار د انايا په ناحيې کې سيلانيان په پر له پسې ډول راغلي، خلکو لیدلي، چې په هر هوټل کې ټولې کوټې په سيلانيانو ډکې دي. سيلانيان د سمندر په غاړه کې د کنګل شوو اوبو ښکلې منظرې ګوري او د سمندر په اړه يو بل ډول ښایسته احساس کوي. دغه راز د چين په شمال ختيځ د لياو نينګ ولايت په شن يانګ ښار کې د واورو او کنګل د لوبو سپورټي مرکزونو او د منظرو سيمو ته ډېر زيات شمېر سيلانيان رسېدلي، چې په ډېره سړه هوا کې د لوبو تاوده احساسات راپورته شوي.
د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې ويل شوي، چې د هېواد په دننه کې د وړتياوو پراخول او د لګښتونو پياوړتيا د اقتصادي پرمختګ او دغه راز د پانګونې د عرضې د جوړښت د ښه والي لپاره کليدي رول لري. د سيلانيزو چارو د اقتصاد چټک پرمختګ به لنډ مهاله نه وي، خو دوام به وکړي. په همدې وخت کې خلک د توليد او ژوند د چاپېريال په اړه ښه اټکل کولی شي او د پانګونې انديښنې به کمې کړي، تر څو غير دولتي او شخصي تصدۍ د ټينګ باور په لرلو سره په توليد کې پانګه واچوي او د اقتصاد د پرمختګ ستونزې له منځه یوسي .
له دريو کلونو راهيسې د کرونا وبا د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو پر اقتصاد منفي اغيزې کړي. چين په دې ترڅ کې له ستونزو څخه وتلی دی او د کرونا وبا په هر پړاو کې يې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ تر لاسه کړی او په پوره توګه د اقتصادي پرمختګ بنسټيز حالت يې ساتلی دی. نو له کرونا وبا وروسته د مصرفي بازار پټ توان په لنډ وخت کې لوبول شوی او د اقتصاد پرمختګ د ثابت او چټک پرمختګ حالت ته رسېدلی، نو دا باور موجود دی، ، چې د چین هېواد د ۲۰۲۳م کال د اقتصاد د چټک پرمختګ اټکل کېدلای شي.
نه يوازې د چين په دننه، بلکې په بهر کې هم د چين د سيلانيانو رول ډېر مهم دی. په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلارو له تنظيمېدو وروسته زيات شمېر چيني سيلانيان د ټايلنډ په شمول نورو هېوادونو ته سفر کړی. د ټايلنډ مرکزي بانک ويلي، چې خپلې سيلانيزې چارې یې په قوي ډول اعاده شوي او د اقتصاد د پرمختګ عمده انجن یې ګرځېدلی دی. د ټايلنډ د جي ډي پي د پرمختګ سرعت د کرونا وبا مخکې سويې ته رسېدلی. دا يوه بيلګه ده، چې د چين اقتصاد به د نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو لپاره ګټور پرېوزي.