د امريکا سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۲۶مې نېټې اعلان کړی، چې د هېواد د کورني توليد عمومي ارزښت يې د ۲۰۲۲ کال په څلورمې ربعې کې ۲.۹ سلنه زياتوالی موندلی او دغه اندازه يې د مخکيني اټکل په پرتله زياته، خو د تېر کال د درېیمې ربعې په پرتله کمه ښکاري.
د اړوندو شمېرو له مخې، د امريکا اقتصاد د تېر کال د دوهمې نيمايي په مسلسلو دوو ربعو کې زياتوالی موندلی او په ټول ۲۰۲۲ کال کې يې ۲.۱سلنه ډېروالی ښودلی، خو د ۲۰۲۱م کال د ۵.۹ سلنې په پرتله ورو او کمزوری ښکاري.
( سپوږمۍ)