د اوکراين کړکېچ له امله د امريکا د وسلو پلور ډېر شوی
CMG2023/01/28 14:44:52
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې يو لړ  شمېرې خپرې کړي او ښیي، چې په ۲۰۲۲ مالي کال کې (د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۲۲ کال د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې) نورو هېوادونو او سیمو ته د امریکا د وسلو پلور د تېر مالي کال په پرتله نږدې ۵۰ سلنه زیات شوی او يو  مهم لامل یې د اوکراین د کړکیچ ترينګلتيا ده.

د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د امريکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپاره شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ مالي کال کې پر بهرنيو هېوادونو د دغه هېواد د وسلو پلور عمومي اندازه نږدې ۵۱.۹ ملیارډو ډالرو ته رسېدلې چې دا د تېر مالي کال په پرتله د ۳۴،۸ ملیارډو ډالرو زياتوالی موندلی دی.