په بيت المقدس کې د ډزو له امله ۷ تنه وژل شوي
CMG2023/01/28 11:09:47
شريکول:

په ختيځ بيت المقدس کې د جنورۍ د ۲۷مې نېټې په شپه د ډزو له امله ۷ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د اسرائيلو پوليسو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره  وویل، چې ياده پېښه د يهوديانو په يوه استوګنځي کې رامنځته  شوې. بريدګر هڅه وکړه، چې له  سیمې څخه وتښتي، خو د پوليسو لخوا په ډزو ووژل شو.

بريدګر ۲۱ کلن و او د ختيځ بيت المقدس د شوافات سيمې اوسيدونکی و.

د بيت المقدس د سيمه ييزو پوليسو مشر ويلي، چې دغه پېښه په وروستيو کلونو کې تر ټولو بد بريد دی او پوليس به د شاوخوا سيمو لټون ته دوام ورکړي.