د اسرائيلو پوځ له غزې څخه دوه توغندي رد کړل
CMG2023/01/28 11:10:41
شريکول:

د اسرائيلو دفاعي پوځ د جنورۍ د ۲۷مې نېټې په سهار وختي  وویل، چې د دغه هېواد د هوايي بريد ضد دفاعي سيستم له غزې سيمې څخه دوه توغندي رد کړل او تر اوسه پورې د خلکو د مرګژوبلې او زيانونو په اړه راپور نه دی خپور شوی.

د اسرائيلو په جنوب کې غزې ته نږدې په څو ښارګوټو کې د روانې مياشتې د ۲۶مې نېټې په شپه د هوايي دفاع سايرن  غږول شوی دی. د اسرائيلو دفاعي پوځ تائيد کړه، چې د دغه هېواد د هوايي بريد ضد دفاعي سيستم له غزې سيمې څخه دوه توغندي رد کړل.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.