چين: نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ ضد توان د پياوړتيا په خاطر له مالي سره مرسته وکړي
CMG2023/01/28 10:41:12
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستیال دای بينګ د جنورۍ په ۲۷مه پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې د ترهګرۍ ضد توان د پياوړتيا په برخه کې له مالي هېواد سره د لا زياتو  پانګو، تجهيزاتو،  استخباراتي معلوماتو او لوژستيکي توکو په برابرولو کې مرسته او د  یاد هېواد او نورو هېوادونو ترمنځ د امنيتي همکاریو درناوی وکړي.

ښاغلي دای بينګ په همدې ورځ د امنيت شورا په يوه علنۍ غونډه کې وويل، چې مالي له  څه مودې راهيسې په څو ځايونو کې ترهګرۍ ضد عمليات تر سره کړي، د هېواد ثبات او د ولسي خلکو خونديتوب يې ساتلی دی، خو په همدې مهال ترهګرو کله نا کله پر کليو بريدونه کړي، ولسي خلک يې تښتولي او   ګاونډيو هېوادونو ته امنيتي ګواښونه کوي. نو نړيواله ټولنه بايد د دې سيمې د ثبات ساتلو لپاره د ترهګرۍ ضد د مالي له مبارزې ملاتړ وکړي. دغه راز سيمه ييز هېوادونه دې اړوندې همکارۍ پياوړې کړي. 

نوموړي زياته کړه، چې اوس په مالي کې د سياسي سولې بهير په يوه کليدي مرحله کې دی. نړيواله ټولنه بايد مالي ته پاملرنه او ددغه هېواد ملاتړ وکړي او له مختلفو ننګونو سره د مقابلې لپاره ورسره مرسته وکړي. 

( سپوږمۍ)