د چين د کلتور او ګرځندوی وزارت د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې د کلتور او ګرځندوی په اړه راپور خپور کړ.
د مالوماتو له مخې، د سږ کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې ۳۰۸ میلیونه چينايانو د هېواد په داخل کې سفرونه کړي، چې دا شمېر د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې د شمېر په پرتله ۲۳.۱ سلنه زياتوالی ښيي. په دغې رخصتۍ کې د چين د ګرځندوی عايدات ۳۷۵ ميليارډه او ۸۴۳ ميليونه يوانه ښودل شوي، چې دا شمېر د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.
په چين کې د کلتور او ګرځندوی بازار امنيت، ثابت او منظم دی.