روسیه: اوکراین ته د لوېدیځو هیوادونو له خوا د ټانکونو د برابرولو له امله به اوسنی تقابل لا ترينګلی شي
CMG2023/01/28 14:48:20
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې زاخارووا د جنورۍ په ٢٧مه نېټه رسنيو ته وویل، چې اوکراين ته د لويديځو هیوادونو لخوا د ټانکونو برابرول به اوسنی وضعيت بدل نه کړي، بلکې د لويديځ او روسيې تر منځ تقابل به لا سخت کړي.

نوموړې ټینګار وکړ، چې ناټو له روسیې سره په شخړه کې په بشپړه توګه  ځان ښکېله کړې او دا شخړه اوس د ترينګلتيا په حال کې ده.

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرېټر ديميټري پيسکوف په همدې ورځ وويل، د لويديځو هیوادونو له خوا اوکراين ته د ټانکونو او نورو وسلو د ورکولو پرېکړې  وضعیت نور هم خړ پړ کړی دی.

د اوکراین په ختیځ کې د اوکرايني ځواکونو د ویاند سیرګي چیریوادي وویل، چې د دونیڅک په جنوب لویدیځ کې په ووخلیدر کې له څو میاشتو راهیسې د روسیې او اوکراین ترمنځ  جګړه روانه ده او لا به هم  ورته  په سخت ډول دوام ور کړي.