د چاد په ختيځ یوه ترانسپورتي پېښه کې ۲۰ تنه ووژل شول
CMG2023/01/28 10:59:12
شريکول:

د چاد د ترانسپورتي چارو وزارت د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د يوې  اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ، چې د دغه هېواد په ختيځ کې د روانې مياشتې د ۲۶مې نېټې په شپه د يو بس او لارۍ ترمنځ د ټکر پېښه  رامنځ ته شوه، چې له امله يې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپيان  شول.

د  اعلامیې له مخې، یاده پېښه د دغه هېواد د ختيځ اوم خدجر ښار ته په ۳۵کيلومترۍ کې رامنځ ته شوې ده.

( سپوږمۍ)