د پاکستان پټليو شرکت د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۲ کال کې له چينه وارد شوي مسافر وړونکي اورګاډي به رسماً کار اخيستنې ته وسپاري.
د دغه هېواد صدر اعظم شهباز شريف په يادو مراسمو کې وویل، چې چين دغه هېواد ته ډېر پرمختللي مسافر وړونکي اورګاډي صادر کړي دي. کار اخيستنې ته د دغو مسافر وړونکو اورګاډيو سپارل به د پاکستان د اورګاډيو چارې لا چټکې او مسافرينو ته به د ښه سفر اسانتیاوې برابرې کړي.
( سپوږمۍ)