د افغانستان جلغوزو په نوي کال کې چینایانو ته نور خوندونه ورکړي
CMG2023/01/28 14:43:58
شريکول:

د چین دودیز پسرلنی اختر د چیني کورنیو د غړو د یو ځای کېدو وخت دی او له خوراکونو څخه د خوندونو اخیستلو شېبه هم ده. اوس ډېر زیات وارداتي توکي د پسرلني اختر په درشل کې د چین بازار ته ننوتلي او  یو پرانیستي چین نړۍ ته نور زیات فرصتونه برابر کړي دي.

وچې مېوې د چینایانو ډېرې خوښېږي. د افغانستان خوندور جلغوزي په دې وروستیو کلونو کې د چینایانو  ډېر خوښ شوي او پراخ هرکلی یې ترې کړی دی.

افغان  حامد نظری د جلغوزیو سوداګر او د یو شرکت خاوند دی. هغه وویل، دوی د چین بازار ته ډېره پاملرنه کوي. د چین پسرلني اختر دوی ته ګټور فرصتونه برابر کړي، د جلغوزیو په شمول وچې مېوې ډېرې پلورل شوي دي.

د  حامد شرکت په کندهار کې دی او هغه له اوږدې مودې راهیسې له چین سره سوداګري کړې. هغه د چین په شینجیانګ کې هم مغازې پرانیستلې او د چین د کلتور او هنر په اړه مالومات لري. هغه وویل، د افغانانو او چینایانو ترمنځ یو ورته ټکی دا دی، چې  د مېلمانو د هرکلي لپاره هغوی ته وچې مېوې  اېږدي. دغه راز د اخترونو او نورو فیستوالو په درشل کې وچې مېوې تل د مېز  پر سر باندې وي. خو په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله، زیاتره کورنۍ د وچې مېوې اخیستلو توان نه لري، نو ډېرې وچې مېوې نورو هېوادونو ته صادرېږي. چین د افغانستان ګاونډی دی او لوی بازار لري، نو چین د دوی لومړی انتخاب دی.

 حامد وویل، زموږ ۸۰ سلنه جلغوزي چین ته صادرېږي. چین زموږ لپاره تر ټولو مهم نړیوال بازار دی او ډېر ګټور فرصتونه دلته شته. د چین په لوی بازار کې نه یوازې  له جلغوزيو، بلکې د زغفرانو او بادامو په شمول له نورو زراعتي تولیداتو هم ډېر هرکلي کېږي.

د افغانستان جلغوزي په  ټوله نړۍ کې شهرت لري، کلنۍ تولیدي اندازه يې کابو شل زره ټنه ده او د صادراتو کلنی ارزښت يې ۸۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو ته رسېږي او کابو يو لک افغانانو اړوند کارونه پيدا کړي ديدغه راز د جلغوزیو صنعت د افغانستان د مالي عایداتو مهمه او د زیاتو افغان بزګرانو د عاید یوازنۍ سرچینه ده.

 حامد زیاته کړه ، چې هغه تېر کال د چین په نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی او د دغه نندارتون په بهیر کې د نندارچیانو له خوا د افغانستان د جلغوزیو پراخ هرکلی  شوی. هغه هیله وښودله، چې سږ کال به د جلغوزیو کاروبار نور ښه شي.

چین د تېر کال په پای کې د کرونا وبا ضد تګلارې تنظیم کړې او نرم تدبیرونه يې غوره کړل.  حامد وویل، چې سږ کال ښايي یو ګټور فرصت  رامنځ ته شي. په چيني بازار کې زموږ له تولیداتو پراخ هرکلي کېږي. په تېرو څو کلونو کې د کرونا وبا د منفي اغېزو له امله زموږ کاروبار لږ کمزوری و، نو هیله لرو چې سږ کال چین ته د جلغوزیو صادرات د پخوانیو کلونو په نسبت نور زیات شي.

 حامد وویل، چین په دې وروستیو کلونو کې خپل هېواد ته د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو د زیاتېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. چین په ۲۰۱۸م کال کې له افغانستان سره د جلغوزیو د سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ او په همدې کال کې د  جلغوزیو هوايي  دهلېز پرانیستل شو، چې له افغانستان څخه جلغوزي په مستقیمه توګه چین ته لیږي. په دې توګه د جلغوزیو د حمل و نقل لګښت ډېر کم شوی او افغان بزګرو او چیني مشتریانو ته رښتینې ګټې  رسېدلې دي. د افغانستان لنډمهالي حکومت په ۲۰۲۱م کال کې واک ته ورسېد او له چین سره يې د جلغوزیو سوداګریز تړون بیا لاسلیک کړی. په همدې کال کې چین ته په لومړي ځل ۴۵ ټنه جلغوزي صادر  شول.

لکه ډېرو افغان دوستانو چې ویلي، چین د افغانستان ښه ګاونډ دی او یوازینی لوی هېواد دی، چې افغانستان ته يې زیان نه دی رسولی. په چین کې د افغان جلغوزيو تود او پراخ هرکلی کېږي او له دې نه د افغانانو او چینایانو  ترمنځ ژوره دوستي ښکاري.