شي جين پينګ د نوې پاپواګينې مشر بوب دادای ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2023/01/28 11:11:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۷مه د نوې پاپواګينې د مشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار بوب دادای ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ وويل، چې نوې پاپواګينه د ارام سمندر د ټاپوګانو له هغو هېوادونو څخه يو دی، چې لومړی يې له چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړې. د چين او نوې پاپواګينه تر منځ دوديزه دوستي اوږد تاريخ لري. 

نوموړي زياته کړه، چې اوس د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو په لوړه کچه پرمختګ  کړی، په بېلا بېلو برخو کې يې  خپلمنځۍ تبادلې او همکارۍ  زیاتې شوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې سترې ګټې راوړې دي.

شي جين پينګ  په خپل پیغام کې وویل، چې زه د چين او نوې پاپواګينه تر منځ د اړيکو پرمختګ ته پاملرنه کوم او غواړم له مشر بوب دادای سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لا پرمختګ لپاره هڅې وکړم.