ايران: د اذربايجان پر سفارت بريد تروريستي پېښه نه وه
CMG2023/01/28 10:22:36
شريکول:

د ايران خارجه وزير امير عبداللهيان د جنورۍ په ۲۷مه نېټه څرګنده کړه، چې استخباراتي او امنيتي څانګو يې د دې پخلی وکړ، چې په دغه هېواد کې د اذربايجان پر سفارت د همدې ورځې د ډزو پېښه د کومې ترهګريزې ډلې لخوا نه ده پلان شوې،  بلکې شخصي کړنه وه.

خارجه وزير عبداللهيان په همدې ورځ روغتون  کې د يادې پېښې  د ټپيانو  له احوال اخیستو  وروسته  له اذربايجاني سفير علي زاده سره په يوه ګډه خبري ناسته کې  وویل، چې ولسمشر ابراهيم رئيسي امر وکړ، چې پړه لرونکو کسانو ته به سزا ورکړي.

په ايران کې د اذربايجان پر سفارت د روانې مياشتې د ۲۷مې نېټې په سهار د ډزو پېښه  رامنځ ته شوه، چې له امله يې د سفارت يو امنيتي مسؤل ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان  شول.

( سپوږمۍ)