بوتسوانا ته د چين لخوا د طبي مالونو د برابرولو مراسم د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د بوتسوانا په روغتيا وزارت کې تر سره شول. دا د چيني حکومت، د ملګرو ملتونو د نفوس بنسټ او د بوتسوانا حکومت د جنوب او جنوب تر همکاريز چوکاټ لاندې يوه درې اړخيزه همکاريزه پروژه ده. د چين لخوا په برابر شويو مالونو کې طبي جامې، ماسکونه او عينکې شامل دي.
په بوتسوانا کې د چين سفير وانګ شوی فنګ يادو مراسمو ته هيله وښوده چې داسې مالونه د بوتسوانا د طبي کارکوونکو او ځوانو ښځو د بدني روغتيا په ساتلو کې وکارول شي.
( سپوږمۍ)