د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش د جنورۍ په ۲۷مه نېټه غوښتنه وکړه چې په انترنيټي نړۍ کې بايد د ګارډريل(guardrail)په جوړولو سره د دوښمانه ويناوو، افراطي مفکورې او غلطو معلوماتو د خپرېدا مخنيوی وکړو.
سرمنشي ګوټريش په همدې ورځ په نيويارک د ملګرو ملتونو په مقر کې د قتل عام د نړيوالې ورځې په يو فعاليت کې ويلي چې دوښمانانه ويناوې، افراطي مفکورې او غلط معلومات په انترنيټي نړۍ کې د ټولنيزو رسنيو او سوداګريزو اعلانونو پر مټ په چټکۍ خپرېږي چې ځينې يې له دوښمنۍ او درواغو څخه ډک دي.
نوموړي د تخنيکي شرکتونو تګلاره جوړونکو او رسنيو په شمول پر اړوندو خواوو غږ وکړ چې د دوښمانانه ويناوو د مخنيوي په خاطر لا زيات اغېزمن اقدامات ونيسي.
( سپوږمۍ)