د هندي رسنيو د خبر له مخې، د دغه هېواد د هوايي پوځ دوه جنګي الوتکې د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د تمرين پر مهال ولوېدلې چې له امله يې يو پيلوټ وژل شوی دی.
د مالوماتو له مخې، د هند د هوايي پوځ د (Su-30) په نوم جنګي الوتکه او د (Mirage 2000) په نوم جنګي الوتکه د همدې ورځې په سهار د مرکزي ايالت په شاوخوا سيمه کې د تمرين په وخت کې ولوېدلې. د (Mirage 2000) جنګي الوتکې پيلوټ وژل شوی دی.