د امريکا په لاس انجليس کې د ډزو پېښې لږ تر لږه ۳ تنه ووژل شول
CMG2023/01/29 10:18:47
شريکول:

د امريکا د کاليفورنيا ايالت په لاس انجليس کې د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د ډزو پېښه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۳ تنه ووژل شول او ۴ تنه نور ټپيان دي. دا له تېرو ۸ ورځو راهيسې په دغه ايالت کې د ډزو څلورمه پېښه وه.

ځايي پوليسو خبر ورکړ چې پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۲۸مې نېټې د سهار وختي په ۲ بجو او ۳۰ دقيقو د لاس انجليس په يوه استوګنځای کې ډ ډزو پېښه رامنځته شوه. ۳ تنه د پېښې په وخت کې وژل شوي او نور ۴ تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ځايي رسنيو د خبر له مخې، ۳ قربانيان په يو موټر کې وژل شوي او ۴ تنه ټپيان د دغه موټر تر څنګ پيدا شوي دي.

بريدګر تر دې دمه نه دی نيول شوی.

 

( سپوږمۍ)