د چين د پسرلني اختر په رخصتۍ کې ژمنۍ لوبې
CMG2023/01/29 14:53:37
شريکول:

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له پای ته رسېدو وروسته، ژمنۍ لوبې د چينايانو نوی فيشن ګرځېدلی دی. د چين د پسرلني اختر په رخصتۍ کې ډېری خلکو په بېلابېلو ډګرونو کې ژمنۍ لوبې کړې.

په ژمي کې د چين د داخلي مغولستان په ايرنهوت ښار کې هوا ډېره سړه ده، چې تودوخه يې د سانتيګراد په حساب منفي لسګونې درجې ته رسېږي. په دومره سړه هوا کې بېلابېلې په زړه پورې ژمنۍ لوبې د خلکو ډېر خوښېږي.