د امريکا د ټينيسي ايالت د میمفیس ښار حکومت د جنورۍ د ۲۷مې په شپه يوه ویډیو خپره کړه چې له مخې يې یو افریقایي الاصله نارينه د پولیسو له خوا وهل شوی او بالاخره مړ شوی دی. دغې پېښې په دې سیمه کې لاريون راوپارولې.
په وېډيو کې ښکاري چې څو پولیس د ټير نيکولس په نامه یو افریقایي الاصله نارينه نیولی او وهلی يې دی. په دې وخت کې نیکولس خپلې مور ته پر له پسې زنګونه ووهل. د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې پنځه پولیس له دندو ګوښه شوي او د دوهمې درجې وژنې تور ورباندې لګېدلی دی.
د ياد ویډیو له خپریدو وروسته په ځینو سیمو کې لاريون وال راټول شوي او مظاهرې يې کړې دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د جنورۍ په ۲۷مه وویل چې دی د نیکولس د وهلو ویډیو په لیدو غوصه او خپه شوی دی.
د نوموړي په وينا، امريکا کې تور پوستي او نور لږکي امریکایان هره ورځ په ډار او وېره ژوند کوي. بایډن پر لاریون کوونکو هم غږ کړی چې له زغمه کار واخلي، آرام او سوله ییز لاریونونه دې وکړي.