۲۲۶ ميليونو چينايانو د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې يعنې د جنورۍ له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې د هېواد په دننه کې د اورګاډيو، موټرونو، کښټيو او يا الوتکو له لارې سفرونه کړي دي.
په دغه موده کې ۵۰ ميليونو او ۱۷۴ زرو چينايانو د اورګاډيو له لارې ، ۱۶۲ ميليون کسانو د موټرو له لارې، ۴ ميليونو او ۸۶۸ زرو د کښټيو له لارې او ۹ ميليونو او ۶ زرو چينايانو د الوتکو له لارې سفرونه کړې دي.