د چین د سږني پسرلني اختر په موده کې لوړې اقتصادي شمېرې نړیوال اقتصاد ته حیاتي ځواک برابروي
CMG2023/01/29 15:02:53
شريکول:

سږني پسرلني اختر په چين کې د کرونا وبا ضد تدبیرونو تر تنظیمېدو وروسته لومړی لوی اختر و. د پسرلني اختر رخصتۍ په موده کې د چین په کوردننه د ۳۰۸ میلیونه کسان په سیاحت وتلي، سیلانیز عایدات يې له ۳۷۵ میلیارډو یوانو اوښتی. دغه دواړه شمېرې د تېر ۲۰۲۲م کال په نسبت په جلا جلا توګه ۲۳.۱ او ۳۰ سلنه زیات شوي. د دغې رخصتۍ په موده کې چین کې د فلمي ټيکټونو عمومي عایدات ۶ میلیارډو ۷۵۸ میلیونو یوانو ته رسېدلي او ۱۱.۸۹ سلنه زیاتوالي ښيي. له دغو شمېرو څخه د نوي کال په سر کې د چین اقتصاد حیاتي ځواک ښکار شوی.

له ډېرو کلونو راهیسې مصرف د چین اقتصادي پرمختګ لومړی هڅونکی ځواک دی. خو په ۲۰۲۲م کال کې د کرونا وبا تر منفي اغېزې لاندې، د چین په اقتصادي زياتوالي کې د خلکو مصرف یوازې ۳۲.۸ سلنه ونیوه، په ورته وخت کې د پانګونو انډول ۵۰.۱ سلنه و.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د تېر کال په پای کې د اقتصاد کاري غونډه ترسره کړه او پکې تائیده شوې چې په ۲۰۲۳م کال کې به د خلکو مصرف عادي او پراخ کېدو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د چین د پسرلني اختر په موده کې بېلا بېلو سیمو وګړیو ته کوپنونه برابر کړي چې ځايي مصرف يې هڅولی دی. د چین د سوداګرۍ وزارت ۲۰۲۳م کال د مصرف هڅوونکي کال په توګه ټاکلی دی.

د یو لړ مثبتو عواملو په رڼا کې د سږني پسرلني اختر د ۷ ورځنې رخصتۍ په موده کې د چینایانو مصرفي کچه بیا لوړه شوې او ډېرو نړیوالو تصدیو هم د چین له دغه ګټور فرصت څخه ګټې اخیستې دي. د چین په بازار کې له اروپا څخه د وارد شویو شيدو، چاکلېټو، د غوايي او پسه غوښې او له منځنۍ اسیا څخه وارد شوې مېوې، تود هرکلی شوی. له دې څخه د چین د لوی بازار جلبونه ښکاري او په چین کې د بهرنیو پانګونو باور نور پیاوړی شوی دی.

په ورته وخت کې ډېرو چینایانو په بهرنیو هېوادونو کې د چین پسرلني اختر تېر کړی. د اړوندو ادارو شمېرې ښيي، چې د سږني پسرلني اختر په موده کې بهرنیو هېوادونو او سیمو ته د چینایانو سيلانيزې سپارښتنې  د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۶۴۰ سلنه زیات شوي.

د چیني سیلانیانو لومړې ځانګړې الوتکه د جنورۍ په ۲۲مه نېټه یانې د چین پسرلني اختر په لومړۍ ورځ د اندونیزیا بالي ټاپو ته ورسېده، او بالي ټاپو د دغې الوتکې د هرکلي شانداره مراسم ترسره کړل. د بالي ټاپو والي ویان کوست وویل، چین تل د بالي ټاپو د سیلانیانو تر ټولو لویه سرچینه پاتې شوې. د ګڼ شمېر چیني سیلانیانو په بیا راتګ سره به د بالي ټاپو سیلانیزې چارې بیا سمسورې شي. ځینو بهرنیو رسنیو ویلي چې د څو ميلیونو چیني سیلانیانو په سیاحت وتلو سره به د ګردې نړۍ هوټلونه، سیلانیزې چارې او سوداګرۍ بیا سمسورې شي.

ویل کېږي چې د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې لوړ مصرف د چین د سږ کال اقتصاد د هڅولو لپاره یو ښه پيل دی او ترې ښکاري چې د چین مصرفي بازار له ننګونو سره د مقابلې پیاوړی توان او ستر بالقوه ځواک لري، د چین اقتصاد د اوږدې مودې لپاره پر ښه لوري د روانېدو تمایل نه دی بدل شوی.

د نړیوالو پانګونو سازمانونو د تېر کال په پای کې د ۲۰۲۳م کال لپاره د چین د اقتصادي زیاتوالی وړاندوینه لوړه کړه. ملګرو ملتونو د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د یوه راپور په خپرولو سره وړاندوینه وکړه چې په ۲۰۲۳م کال کې به د چین اقتصادي زیاتوالی ۴.۸ سلنې ته ورسېږي.

اقتصاد پوهان وايي، د چین سږني پسرلني اختر په موده کې لوړې اقتصادي شمېرې نړیوال اقتصاد ته حیاتي ځواک برابروي.