په ايران کې د زلزلې له امله ۲ تنه مړه شوي
CMG2023/01/29 10:42:58
شريکول:

د ايراني رسنيو د خبر له مخې، د ايران په شمال لوېديځ کې د جنورۍ د ۲۸مې نېټې په شپه پنځه اعشاريه نهه درجې زلزله وشوه چې له امله يې ۲تنه مړه شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

د مالوماتو له مخې، ياده پېښه د ايران په اذربايجان غربي ولايت کې رامنځته شوې، د دغه ولايت خوی ښار يې سخت ځپلی او په نورو سيمو کې هم زلزله احساس شوې ده.

په ځينو زلزله ځپلو سيمو کې هوا سړه او بارانونه شوي او په نورو زلزله ځپلو سيمو کې بريښنا پرې شوې ده.

ژغورونکي ټيمونه د پېښې ځای ته ورغلي دي.