په ختيځ بيت المقدس کې د ډزو پېښه بيا رامنځته شوه
CMG2023/01/29 11:35:46
شريکول:

د اسرائيلو پوليسو د جنورۍ په ۲۸مه خبر ورکړی چې د همدې ورځې سهار د بيت المقدس له زاړه ښاره بهر د ډزو پېښه شوې چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.

د يادونې ده چې د جنورۍ په ۲۷مه (له دې يوه ورځ مخکې) هم په ختیځ بیت المقدس کې د ډزو پېښه وشوه.

د اسرائيلو پوليسو له مخې د ډزو پېښې د بیت المقدس له زاړه ښاره بهر د داود ښار کنډوالو ته نږدې شوې. یو دیارلس کلن فلسطینی هلک پر پنځو  تنو ‌ډزې وکړې چې پکې یو پلار او زوی ټپیان شول. ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتيايي حالت يې ښه بلل شوی دی.

په ختيځ بيت المقدس کې له پرله پسې دوو ورځو راهيسې د ډزو پېښې رامنځته شوې چې له امله يې د جنورۍ د ۲۷مې نېټې په شپه ۷ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

په اسرائيلو کې د پوليسو لخوا د امنيتي کچې د لوړولو امر ورکړل شوی دی.