امريکايان د وسلو د کنټرول په اړه ناهيلي شوي
CMG2023/01/30 11:32:55
شريکول:

اسوشېټېډ پرېس (Associated Press) د جنورۍ په ۲۹مې نېټې راپور ورکړی، چې په امريکا کې په دې وروستيو مياشتو کې پر له پسې د ډزو پېښې رامنځته شوې دي او امريکايان د وسلو د کنټرول په برخه کې له حکومته ناهيلي شوي دي.

راپور وايي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په تېر ۲۰۲۲م کال کې له وسله وال تاوتریخوالي سره د مبارزې قانون لاسلیک کړ، که څه هم دغه قانون په کانګرېس کې د زياترو غړو ملاتړ لري، خو د پيو څېړنيز مرکز (Pew Research Center) نظرپوښتنې ښيي، چې ۷۸ سلنه امريکايان پر دغه قانون بې باور او د اعتماد وړ يې نه بولي.

 برسېره پردې، د شیکاګو پوهنتون د عامه پالیسۍ د هاریس ښوونځي او د اسوشېټېډ پرېس د عامه چارو د څیړنيز مرکز راپورونه ښيي، چې  ۷۱٪ امریکایان پر دې ټينګار لري، چې حکومت بايد د وسلو د کنټرول پالیسي جدي ونیسي، خو ۵۲٪ امريکايان بیا د وسلو ساتنه اړينه بولي.

(ژباړه: شکريه)