جرمني څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې اوکراین ته به ټانکونه برابر کړي، خو اوکراین هممهاله ترې د جنګي الوتکو او اوبتل غوښتنه هم کړې ده.
د جرمني لومړي وزیر اولف شولز خبري رسنيو ته ويلي، چې اوکراین ته د وسلو برابرونه باید په احتیاط ترسره شي.
د دیر ټاګشپيګل په نوم د جرمنۍ ورځپاڼو د جنورۍ په ۲۹مې نېټې د اولف شولز په قول خبر ورکړی، چې روسيه او اوکراين په جګړې کې ښکېل دي او جرمني به د دغو دواړو هيوادونو روان کړکيچ ته ورګډ نشي او د دغه کړکېچ د لاسختېدو د مخنيوي لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي.
نوموړي د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلينسکي څخه غوښتي، چې له پوتين سره مستقیمې خبرې وکړي او د خبرو اترو له لارې اوربند ته لاره هواره کړي.
(هیله)