د ايران د ملي دفاع وزارت د جنورۍ په ۲۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په اصفهان کې پر يوې پوځي فابريکې د بې پيلوټه الوتکو بريد په برياليتوب شنډ کړی دی.
اعلاميه وايي، چې ۳ بې پېلوټه الوتکو د روانې مياشتې په ۲۸مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۳۰ دقیقو د ايران په مرکزي ښار اصفهان کې پر پوځي فابريکې بريد کې برخه اخيستې وه.
اعلاميه وايي، د فابريکې کمپلیکس د هوايي دفاع سيسټم د يوې الوتکې مخنيوی کړی او دوه نورې الوتکې يې په دفاعي لومو کې ګيرې کړې دي.
اعلاميه زياتوي، چې په دغه بريد کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې او د ايران امنيټي ادارې يې په اړه پلټنې کوي، چې چا دغه بريد ترسره کړی دی.